زلمي خلیلزاد د ویډیو له لارې ولسمشر غني او عبدالله سره خبرې کړي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د سولې هڅو په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني سره په ویډیو کنفرانس کې غږیدلی.

د ملي مصالحې شورا وایي چې په دې خبرو کې عبدالله هم ګډون درلود او دواړو لوریو موافقه وکړه چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو لپاره باید تاوتریخوالی ژر تر ژره کم کړی شي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو، ناټو او یو شمېر نورو سازمانونو هم د سولې خبرو د پيل څخه مخکې د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی.

  • 11 چنګاښ 1399